د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئیس د شمال عمومي حوزوي ریاست او د بلخ ولايت د اوبو او انرژي ریاست له مسئولینو سره ناسته وکړه.

mew-admin
Tue, Dec 09 2025 11:51 AM
1

د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي ګل الرحمن عارف د شمال عمومي حوزوي رئیس محترم انجنیر رفیع الله مجتبی او د بلخ ولايت د اوبو او انرژي رئیس محترم مولوي موسی جان حقبین  په شتون کې د یادو ریاستونو له کارمندانو او کارکوونکو سره د شرعي احکامو او د رسول اکرم (ص) د  سنتو د تطبیق او په اسلامي نظام کې د اطاعت اغېزې په هکله ناسته ترسره کړه.

په دغه ناسته کې د یادو ریاستونو رئیس صاحبانو د نوموړو ریاستونو د  کارمندانو او کارکوونکو لخوا د شرعي احکامو او د نبوي سنتو د تطبیق او پیروي په هکله پوره اطمینان ورکړ.

د دغې ناستې په دوام کې ښاغلي مولوی گل رحمن عارف د دعوت او ارشاد موضوعات، د شرعي احکامو او د رسول الله (ص) د سنتو د تطبیق په تړاو د بشپړو توضیحاتو د وړاندې کولو سربېره، د نوموړو ریاستونو کارمندانو او کارکوونکو ته توصیه وکړه چې  په خپلو دنیوي او وظیفوي چارو کې پر تقوا، امانت دارۍ، د بیت المال ساتنه، غوره سلوک، د الهي اوامرو او شرعي آمرینو پر اطاعت او د رسول الله (ص) د سنتو پابند وکړي، او زیاته یې کړه چې د شرعي احکامو تطبیق یو نه بدلېدونکی اصل دی.

User account menu