غزني ولایت مالستان ولسوالي کې د ولنګګ بند تخنیکي سروی ترسره شوه.
د غزني ولایت د مالستان ولسوالي د شیرداغ سیمې اړوند د ولنګګ کوچني ذخیروې او اوبولګولو بند تخنیکي، ټولنیزه، چاپېریالي او توپوګرافی سروی ترسره شوه.
یاد بند شاوخوا یو میلیون مترمکعب اوبه ذخیره کوي، ۱۰۰۰ زر جریبه کرنيزه ځمکه خړوبوي او ۳۵۰ کورنۍ نږدې )۳۰۰۰( وګړي ترې مستقیمه ګټه اخلي. د بند اوبه له چینو، ژمنیو واورو او موسمي بارانونو برابرېږي. دا پروژه به د ځمکې لاندې د اوبو په تغذیه، د سیلابونو په کنټرول او د چاپېریال ښکلا کې مثبت تاثیر لري.
