د ارزګان ولایت د شفلوغ بند چارې ۱۰ سلنه پرمخ تللې دي

MEW-Media
Tue, Jan 13 2026 9:19 AM
1

د ارزګان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي خلیل الرحمن عمري د دغه ولایت د چنارتو ولسوالي اړوند د شفلوغ بند د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د بند د چارو د چټکتیا په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

نوموړې پروژه چې د اوبو او انرژي وزارت له سترو پروژو څخه ګڼل کېږي، چارې یې تر اوسه پورې ۱۰ سلنه پرمخ تللې دي.

د یادونې وړ ده، چې شفلوغ بند د ۲۳ متره په لوړوالي او ۱۵۵ متره په پلنوالي سره د ۸۵۴ زره او ۱۰۶ مترمکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري او ۲۵۹ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.

User account menu