په روان لمریز کال کې په پنجشیر ولایت کې شپږ پروژې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي

mew-admin
Mon, Jan 26 2026 3:44 PM
1

په روان ۱۴۰۴هـ ل کال کې د پنجشیر ولایت په لومړۍ حصې، پریان، درې، آبشار او عنابه ولسوالیو کې د اوبو په برخه کې شپږ پروژې د ۱۶ میلیونه، ۳۶۵ زره او ۳۷۶ افغانیو په ټولیز لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

په نوموړو پروژو کې د کانال د ټینګښت او لایننګ کاري، د ګبیوني استنادي دېوال ټینګښت، د اته هایدرولوژيکي او میترولوژیکي سټیشنونو ساتنه او مراقبت، د غلبلک کلي ټینګښت او د درې محافظتي دېوالونو ساتنه او مراقبت شامل دي.

نوموړې پروژې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د پنجشیر د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پلې شوې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې، چې ګټې ته په سپارلو سره یې د سیمې د خلکو ګڼې ستونزې هوارې شوې دي.

User account menu