د شفلوغ بند ودانیزې چارې ۱۲ سلنه او د آغاجان بند د جیوتخنیک مطالعاتو چارې کابو ۸۵ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
Thu, Feb 05 2026 9:53 AM
1

د ارزګان د اوبو او انرژي رئیس او د دغه ریاست تخنیکي سلاکار د دغه ولایت اړوند په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو او د آغاجان بند د جیوتخنیک مطالعاتو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

د شفلوغ بند ودانیزې چارې ۱۲ سلنه او د آغاجان بند د جیوتخنیک مطالعاتو چارې کابو ۸۵ سلنه پرمخ تللې دي.

د یادونې وړ ده، چې شفلوغ بند د ۸۷۰ زره متره مکعب اوبو د زېرمه کولو او د آغاجان بند د ۷۰ میلیون متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.

User account menu