هرات ولایت کې د باران اوبو ۱۲ کړۍ جذبي څاګانې د تیلو ټانکونو په انګړ کې وکېندل شوې
د هرات د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو د هڅو او کوښښونو پر بنسټ، د باران اوبو جذبي څاګانو د کېندلو طرحې د پلي کولو په موخه، هرات ولایت کې د تیلو ټانکونو په انګړ کې د تیلو ټانکونو د مالکینو له لوري د باران اوبو ۱۲ کړۍ جذبي څاګانې وکېندل شوې.
د یادونې وړ ده، چې د هرات ولایت په بېلابېلو سیمو کې د اوبو سرچینو د بیا تغذیې په موخه د باران اوبو جذبي څاګانو د کېندلو د طرحې د پلي کولو په موخه هڅې دوام لري.
