د خمآب او د قرقین پروژو د پرمختګ چاری په اړه خبرې اترې.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد گل خُلمی په کابل کښی د ترکمنستان سفیر ښاغلی اویزوف خواجه سفر گیدویچ سره د لیدنه ترڅنګ، د جوزجان ولایت د خمآب او د قرقین برښنا لیږد پروژو د پرمختګ چاری او د ۵۰۰ تاپ برښنا مزې لیږد پروژې په اړه خبرې اتری وکړې.
همداراز په دی غونډه د برښنا رسولو په برخه کې د دواړو هیوادونو د ګډ پلانونو او د یادی پروژو د ښه تطبیق په اړه بحث وشو.
په پای کې دواړو لوریو د یادی پروژو او د پلان شوی پروژو د مخ بیولو او د ښه پلی کولو په اړه ټینګار وکړی.