د ۲۱۷ عمري قول اردو له قوماندان سره د آمو سیند څنډو د ټینګښت د بیړنیو پروژو په هکله خبرې اترې وشوې

mew-admin
Wed, Feb 11 2026 1:57 PM
1

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي د ۲۱۷ عمري قول اردو له قوماندان محترم ملا شرف الدین تقي سره وکتل او د آمو سیند څنډو ټینګښت د پروژو په هکله خبرې اترې وکړې.

همدارنګه، په دغه لیدنه کې پرېکړه وشوه چې د آمو سیند څنډو ټینګښت د بیړنیو تحکیماتي پروژو چارو د چټکتیا، اغېزمنتیا او غوره همغږي په موخه، د دواړو ادارو له شته تجهیزاتو، تخنیکي امکاناتو او وړتیاوو څخه ګټه واخیستل شي.

User account menu