پکتیا ولایت کې د درنګ کانال تخنیکي سروې ترسره شوه
د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست او د خوړو او کرنې نړیوال سازمان مسؤلینو د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالي په سهاکو سیمه کې د درنګ کانال تخنیکي سروې په ګډه همکاري ترسره کړه.
همدارنګه، د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د نوموړي سازمان مسؤلینو ته د دغې پروژې د نورو پړاوونو د ترسره کولو په برخه کې د همکاري ډاډ ورکړ.
