زابل ولایت کې یوه تحکیماتي پروژه د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mew-admin
Wed, Mar 11 2026 11:28 AM
1

د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالي اړوند د سایکز سیمې تحکیماتي پروژه د ۳ میلیونه، ۱۹۰ زره او ۶۰۷ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړې پروژه په ټوله کې ۲۶۰ متره اوږدوالی لري، چې چارې یې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د نوموړې پروژې ګټې ته په سپارلو سره په نوموړې سیمه کې کرنیزې ځمکې، استوګنیز کورونه، د ولسوالي ودانۍ او یو کلینیک د سیلابونو له ګواښونو څخه خوندي شوي.

د نوموړې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدي.

User account menu