د اوبو او انرژي محترم وزير د پکتیا ولایت د مچلغو بند له ساحې څخه لېدنه وکړه

mew-admin
Fri, Mar 13 2026 11:34 AM
1

نېټه: ۲۱ / حوت / ۱۴۰۴ هـ ش

پنجشنبه ۲۳ / رمضان / ۱۴۴۷ هـ ق

د اوبو او انرژي وزير محترم الحاج ملا محمد يونس آخندزاده د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست مسؤلینو، د وزارت د انجینري  خدماتو عمومي رئیس انجینر اسدالله عمار او د احمدآباد ولسوالي مرستیال په ملتيا د پکتيا ولايت د مچلغو بند پروژې له ساحې څخه لېدنه وکړه.

محترم آخندزاده صېب او مل پلاوي د دغې پروژې د پخوانيو کارونو څخه لېدنه وکړه او هيله يې وښوده، چې پاتې چارې به یې په نږدې راتلونکې کې پیل شي.

دغه بند د پکتيا ولايت په احمد اباد ولسوالي کې موقعیت لري. د ٤٧ متره په لوړوالي سره ډيزاين شوى دى، د ٥.٢٨ ميليون متر مکعب اوبو زېرمه کولو وړتیا لري. د ٧.٥ او ١٢ کيلو متره په اوږدوالي دوه لوى کانالونه هم لري. چې د ٢٣٥٠ هکتاره په شا او خوا کې کرنیزي ځمکې به ترې خړوبې شي، له دغې پروژې څخه به د ١١ کليو له ٢٠٠٠٠ څخه زيات وګړي ګټه پورته کړي.

User account menu