د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د سلما بند د اوبو د خوشې کولو په موخه ناسته ترسره شوه

mew-admin
Thu, Apr 23 2026 12:15 PM
1

دغه ناسته د لاندنې هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي سردار عزیزي تر مشري لاندې د دغه ریاست د تخنیکي مسؤلینو، د هریرود د مسیر ولسوالیو د استازو او د اوبو د ګټې اخیستونکې ټولنې د مسؤلینو په شتون کې ترسره او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د سلما بند د اوبو د خوشې کولو په هکله خبرې اترې وشوې.

په دغه ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د سلما بند اوبه دې د بند تخنیکي ملاحظاتو په پام کې نیولو سره د ۳/ثور/ ۱۴۰۵هـ ل  نېټې څخه د اړوندو صلاحیت‌لرونکو مقاماتو له تائید وروسته، د هریرود سیند ته خوشې شي.

User account menu