کاپیسا ولایت کې د خرم کانال د نو آباد څانګې د پاکاري چارې پیل شوې

mew-admin
Sat, Apr 25 2026 9:51 AM
1

د خرم کانال د نو آباد څانګې د پاکاري چارې د عمومي حشر له لارې د لاندنې پنجشیر – محمود راقي سیندیزې فرعي حوزې ریاست له مسؤلینو سره په همغږي پیل شوې.

نوموړی کانال چې ۲۰ کیلو متره اوږدوالی لري، پاکاري یې هم‌مهاله په څو برخو کې پيل شوې چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د ګټې اخیستونکو لپاره د غوره او منظم اوبو لګولو زمینه چمتو شي.

User account menu