لغمان ولایت کې د بدیع آباد کانال د پاکاري چارې بشپړې شوې

mew-admin
Sat, Apr 25 2026 2:48 PM
1

لغمان ولایت د بدیع آباد کانال د پاکاري چارې د عمومي حشر له لارې د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو سره په همغږي بشپړې شوې.

دغه کانال چې ۱۲ کیلومتره اوږدوالي لري، د شاوخوا ۸۰۰ هکتاره کرنیزو ځمکو د خړوبولو ترڅنګ، ۳۵۰۰ کورنیو ته د اوبو بنسټیزه سرچینه ده.

د یادونې وړ ده، چې د کانالونو پاکاري به نه‌یوازې د اوبو د ضایعاتو مخه ونیسي، بلکې د حاصلاتو په زیاتوالي او د کروندګرو د اقتصادي وضعیت په ښه‌والي کې هم اړین رول لوبوي.

User account menu