د اوبو او انرژي وزیر د اوبو او انرژي سکتورونو پر لا پياوړتیا او اغېزمن مدیریت باندې ټینګار وکړ
د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د پنج آمو عمومي سیندیزې حوزې او د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له رئيسانو او کارمندانو سره وکتل او د اوبو او انرژي سکتورونو پر لا پیاوړتیا، اغېزمن مدیریت او د حیاتي پروژو د چارو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ.
د اوبو او انرژي وزیر د نوموړو ریاستونو له رئیسانو او کارمندانو سره په لیدنه کې څرګنده کړه، چې افغانستان د اوبو له پلوه بډایه هېواد دی، خو له دې نعمت څخه د سمې ګټې اخیستنې په موخه لا زیات کار او همغږي ته اړتیا ده.
همدارنګه، ښاغلي آخندزاده د چارو د چټکتیا او غوره تنظیم او د مسؤلیتونو د غوره ترسره کولو په موخه اړوندو مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې ټول کارمندان باید ورسپارل شوي مسؤلیتونه په بشپړ اخلاص او رښتینولي سره پرمخ یوسي.
