لوګر سیندیزه فرعي حوزه کې د اوبو د تنظیم، ساتنې او د ځمکې لاندې اوبو د غیر قانوني را ایستلو د مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه
دغه ناسته د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبیر تر مشري لاندې د ژورو څاګانو د کېندونکو او د برمو د مالکینو په شتون کې ترسره او پکې د ځمکې لاندې اوبو د سطحې د کمېدو، د اوبو د بېځایه لګښت د مخنیوي او د څښاک او کرنیزو څاګانو د قانوني اجازې اخیستلو په هکله خبرې اترې وشوې.
همدارنګه، په دغه ناسته کې د څښاک او کرنیزو څاګانو د قانوني اجازې اخیستلو، تخنیکي سروې، هایدرولوژیکي ارزونې او د غیر قانوني ژورو څاګانو کېندلو د اغېزو په هکله مفصل معلومات وړاندې شول.
په ورته مهال، د ژورو څاګانو کېندونکو ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به خپل ټول فعالیتونه د نافذه قوانینو، تخنیکي معیارونو او د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو له لارښوونو سره سم ترسره کړي.
