اوبو او انرژي  سرپرست وزیر د تخار ولایت له مسؤلینو، علماوو، مخورو سپین ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۴ - ۹:۱۴
1

 د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ښاغلي الحاج ملا عبداللطیف منصور د یوې غونډې په ترڅ کې په داسې حال کې چې د تخار ولایت والي محترم مولوي عبیدالله أمین زاده، د علماوو شورا رئیس محترم شیخ مولوي محمود، د أمر باالمعروف او نهی عن المنکر رئیس محترم مولوي حبیب الله حنفي، د پنج آمو سندیزې حوزې رئیس الحاج مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت او د تالقان فرعي سیندیزې حوزې رئیس محترم مولوي صبغت الله قانع شتون درلود، د تخار ولایت له مسؤلینو، علماوو، مخورو سپین ږیرو او قومي مشرانو سره د تالقان فرعي سیندیزې حوزې د غونډو په تالار کې وکتل.

د یاد ولایت مسؤولینو د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر له راتګ څخه خوښي څرګنده کړه او ښه راغلاست یې ورته وویل.

په یاده لیدنه کې د اوبو او انرژي  سرپرست وزیر د تخار ولایت د مسؤلینو او قومي مشرانو د اوبو، برېښنا، بندونو، چک ډیمونو او کانالونو اړوند ستونزې او غوښتنې واوریدې، او د متوازن انکشاف او شته امکاناتو په پام کې نیولو سره یې د دوي ستونزو او غوښتنو ته د رسیدګي ډاډ ورکړ.

په پای کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل ،او رسنیو ته یې اړین معلومات ورکړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu