د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
1

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د بیارغونې او پاک‌کارۍ له چارو څخه لیدنه وکړه.

محترم وزیر صاحب د یادې لیدنې پر مهال د پروژې د چارو پر چټکتیا او پر خپل ټاکلي وخت  بشپړېدو باندې ټینګار وکړ، او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د لا اغېزمن او غوره تطبیق لپاره لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې یاد کانال د یو سربند په درلودو سره، ۱ متر لوړوالی او ۲۶۰ متره اوږدوالی لري. د کانال ټولیز اوږدوالی ۱۱۷۰ متره، پراخوالی ۷.۵ متره او ژوروالی ۳.۵ متره دی، چې د شاوخوا ۱۸۳۹ هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.

له دغه کانال څخه به نږدې شل زره ( ۲۰،۰۰۰ )کورنۍ ګټه واخلي. د دې پروژې د جوړولو ټولیز لګښت شاوخوا ۱۱۰ میلیونه افغانۍ قرارداد شوی دی. دغه کانال د سیمې له مهمو اوبو لګولو سرچینو څخه شمېرل کېږي او د کرنیزو ځمکو په خړوبولو، د کرنیزو حاصلاتو په زیاتوالي او د سیمه‌ییز اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

بیرته تګ

User account menu