د انرژي معینیت اونیزه اداري او تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۱۴:۳۶
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس  او د انرژي معینیت وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز، رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د انرژي سکتور اړوند یو شمیر تخنیکي او اداري موضوعات وڅیړل شول او همدارنګه د مخکنيو پرېکړو لکه د بیا نوي کېدو وړ انرژي د حمایوي صندوق د طرحې جوړولو، د تعرفې د طرحې او سقف د ټاکلو په هکله د وړاندیزونو وړاندې کولو او د پانګونې د جلبولو په موخه د انرژي سکتور د مهمو پروژو د لیست چمتو کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي په دغه ناسته کې ټینګار وکړ، چې د انرژي سکتور ټولې چارې باید په دقیقه او جدي توګه د اړوندو ادارو سره په همغږۍ ترسره شي او همدارنګه د انرژي سکتور د پروژو د سروې او ډیزاین په هکله یې هم اړوندو مسئولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو. . .

بیرته تګ

User account menu