د انرژي معینیت اونیزه اداري او تخنیکي ناسته ترسره شوه
دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز، رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.
په دغه ناسته کې، د انرژي سکتور اړوند یو شمیر تخنیکي او اداري موضوعات وڅیړل شول او همدارنګه د مخکنيو پرېکړو لکه د بیا نوي کېدو وړ انرژي د حمایوي صندوق د طرحې جوړولو، د تعرفې د طرحې او سقف د ټاکلو په هکله د وړاندیزونو وړاندې کولو او د پانګونې د جلبولو په موخه د انرژي سکتور د مهمو پروژو د لیست چمتو کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي په دغه ناسته کې ټینګار وکړ، چې د انرژي سکتور ټولې چارې باید په دقیقه او جدي توګه د اړوندو ادارو سره په همغږۍ ترسره شي او همدارنګه د انرژي سکتور د پروژو د سروې او ډیزاین په هکله یې هم اړوندو مسئولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې.