د انرژي معینیت اونېزه تخنیکي او اداري ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۸ - ۱۴:۱۹
1

دغه ناسته د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز  تر مشري لاندې د دغه معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، په تخنیکي او هر اړخیزه توګه د انرژي د نوي قرارداد شویو پروژو د غوره اجراآتو، مدیریت او پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

همدغه راز په دغه ناسته کې د انرژي معینیت لپاره تخنیکي بورډ تشکیل شو او پرېکړه وشوه، چې د انرژي معینیت له ټولو څانګو څخه دې یوه مشخصه کمېټه جوړه شي، تر څو د دغه تخنیکي بورډ کاري لایحه چمتو کړي.

د دفتر عمومي رئيس د موضوعاتو تر ارزونې او د رئيسانو د اندونو تر اورېدو وروسته اړینې سپارښتنې وکړې او پر همغږي، همکاري، د تخنیکي معلوماتو په شریکولو او په غور سره د چارو په ترسره کولو باندې يې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu