د اوبو او انرژي د سرپرست وزیر په شتون کې د ننګرهار ولایت په بالا کوټ ولسوالي کې یوه ټولګټه پروژه د یولس لکه ډالرو په ارزښت چې پکې سربند او د اوبو لګولو یو کانال شامل دی ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۸:۴۲
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د ننګرهار ولایت په بالا کوټ ولسوالي کې  د سربند، کانال او د اوبو د ذخیره کولو حوض یوه ټولګټه پروژه د یوې غونډې په ترڅ کې د ننګرهار د والي، سیمه ییزو مسؤلینو او د دغه ولایت د مشرانو په شتون کې چې د جاپان هېواد د پې، ایم، ایس موسسې له لوري پلې شوې ده،  ګټې اخیستنې ته وسپارله.

ښاغلي منصور د دغې پروژې په پرانیست غونډه کې د سرسبزي او د اوبو د مدیریت په برخه کې د هغې ارزښت ته اشاره وکړه او د نوموړې موسسې فعالیتونه یې د قدر وړ وبلل.

همدارنګه ښاغلي منصور څرګنده کړه، چې اسلامي امارت په هېواد کې د رېښتینو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی او د افغانستان له پتمنو خلکو څخه هم تمه ده چې د دښمنانو د تبلیغاتو په وړاندې وېښ او له اسلامي امارت سره همکار و اوسي.

د یادونې وړده، چې  د دغې پروژې په پلي کولو سره ۶۰۰ جریبه ځمکه په تلپاتې توګه او 2250 جریبه ځمکه په موسمي ډول تر اوبو لګولو لاندې راغلې چې ۶۰۰۰ کورنۍ به په مستقیم او غیر مستقیم ډول ورڅخه برخمنې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu