د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ایران هېواد د توانیر شرکت له عمومي رئيس سره وکتل.
د افغانستان د اسلامي امارت د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور او ورسره مل پلاوي ایران هېوا ته د خپل سفر په ترڅ کې د ایران هېواد د توانیر شرکت له عمومي رئيس محترم انجنیر آرش کردي سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنا انرژي د پراختیا په برخه کې د لا زیاتې همکاري په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په دغه لیدنه کې، ښاغلي کردي د ا.ا.ا د اوبو او انرژي سرپرست وزیر او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ایران او افغانستان ترمنځ ژورو تاریخي اړیکو ته اشاره وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنا انرژي په برخه کې د لا زیاتو همکاریو په ترسره کولو باندې ټینګار وکړ.
په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړي شرکت د مسؤلینو له میلمه پالنې مننه وکړه او په افغانستان کې د امنیت ټینګښت ته په اشارې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنا انرژي په برخه کې د لا زیاتې همکاري د ترسره کولو ژمنه وکړه.
همدغه راز، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې، په روان کال کې د ایران هېواد له لوري د برېښنا انرژي د پرچاوي ستونزې ته اشاره وکړه او له هغوی څخه یې وغوښتل چې په راتلونکي کې د داسې ستونزو د رامنځته کېدو مخنیوی وکړي او د ایران هېواد له لوري د برېښنا انرژي د تعرفې د کمولو غوښتنه وکړه.
همدارنګه د دغې ناستې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د دواړو لورو د تخنیکي مسؤلینو ترمنځ دې تخنیکي ناستې دوام ومومي.