د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د قوش تیپې کانال د لومړي فاز د بشپړېدو او د دوهم فاز پيل د افغانستان د خلکو لپاره یو ښه زیری وباله

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۹ - ۱۴:۴۴
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور چې د قوش تیپې کانال د لومړي فاز د بشپړېدو او د دوهم فاز د پيلېدو په مراسمو کې خبرې کولې، د دغې پروژې د لومړي فاز بشپړېدل دافغانستان د خلکو لپاره د کرنې او اقتصاد په برخه کې یوه ارزښتناکه لاسته راوړنه وبلله او همدارنګه یې د دغې پروژې د دوهم فاز د چارو پیل د افغانستان د مظلومو خلکو لپاره د یوه ښه زیري په توګه یاد کړ.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په هېواد کې د اقلیم بدلونونو د اغېزو او وچکالي وضعیت ته په نغوتې( اشارې) سره د دغې پروژې پلي کول د افغانستان د خلکو لپاره حیاتي وګاڼه او ټینګار یې وکړ، چې د قوش تیپې کانال د کوم هېواد په زیان نه دی او د یوې ملي پروژې په توګه د افغانستان د خلکو مسلم حق دی. هغه زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت او خلک هوډمن دي چې د هېواد له طبیعي سرچینو څخه په ګټې اخیستنې سره د خپل دې مسلم حق څخه هم په هوښیارۍ سره ګټه پورته کړي.

ښاغلي منصور په خپلو خبرو کې پر حکومت باندې د ملت د حقوقو او پر ملت باندې د حکومت حقوقو ته په لنډه توګه اشاره وکړه او د افغانستان خلکو ته یې ډاډ ورکړ چې هېواد د آبادي او غوړېدو په لور روان دی او د افغانستان اسلامي امارت مسؤلین په دې لاره کې شپه او ورځ هڅه کوي چې ملت ته د اقتصادي پراختیا او سوکالي زمینه چمتو کړي او له خلکو څخه یې وغوښتل چې په خپلو دعاوو او هر اړخیزې همکاري سره په دې لاره کې د مسؤلینو مرسته وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu