د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د لوګر ولایت  د ابتک بند له ساحې څخه لیدنه وکړه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۱۷:۳
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د لوګر ولایت په خوشي ولسوالي کې د ابتک بند له ساحې څخه لیدنه وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړي بند له ساحې څخه د لیدنې پرمهال وویل چې دغه ساحه د خپل طبیعي جوړښت او موقعیت له کبله د بند جوړېدلو ته خورا مساعده ده او په لږ لګښت سره دلته بند جوړېدلای شي.

همدارنګه د اوبو او انرژي سرپرست وزیر لوګر ولایت ته د خپل سفر په بهیر کې د نوموړي ولایت له مرستیال والي محترم مولوي عنایت الله شجاع سره وکتل او په دغه ولایت کې یې د اوبو او انرژي پروژو اړوند موضوعاتو باندې خبرې، اترې وکړې.

په ورته مهال ښاغلي وزیر صاحب د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس محترم ملا محمد اسمعیل آخندزاده او کارمندانو سره هم وکتل او د نوموړې حوزې کارمندان یې په خپلو دندو او د خلکو د خدمت په لاره کې اخلاص ، صداقت او امانتداري ته وهڅول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu