د اوبو او انرژي سرپرست وزیر پکتیا ولایت ته په سفر ولاړ

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۸ - ۱۶:۷
1

د افغانستان د اسلامي امارت د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور په داسې حال کې چې د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم الحاج مولوي محمد کریم فاتح، د پکتیا ولایت د سرې میاشتې رئيس محترم مولوي ابو احمد، د چاپيریال ساتنې رئيس محترم مولوي عبدالهادي هدایت، د استخباراتو ریاست د پلټنو مدیر مولوي نعمان او یو شمېر مجاهدینو یې ملتیا کوله د خپلو ولایتي سفرونو په بهیر کې د پکتیا ولایت مربوط د خواځکو په کلي کې د روسي اشغالګرو او د وخت د کمونیست دولت پر ضد د وسله وال جهاد له لمړني مرکز څخه چې د خواځکو په کلي د مرحوم میرتلام اکا په کلا کې وو، لیدنه وکړه.

له هغه وروسته د خواځکو د قوم مشرانو د یوې ناستې په ترڅ کې د اوبو او برېښنا په برخه کې د خپلې سیمې ستونزې د اوبو او  انرژي له محترم وزیر صاحب سره شریکې کړې، ښاغلي وزیر دوی ته ډاډ ورکړ چې د خپل مسؤلیت، متوازن انکشاف او شته امکاناتو په چوکاټ کې به د دوی ستونزو ته رسیدګي وشي.

غونډه د اسلامي نظام د دوام او استحکام او د ګران هېواد د سمسورتیا په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu