د اوبو او انرژي وزارت، د افغانستان برېښنا شرکت او د ترکمنستان سفارت ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۱ - ۸:۲۷
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور، د ترکمنستان هېواد سفیر محترم خواجه اویزوف، د افغانستان برېښنا شرکت رئيس محترم ملا محمد حنیف حمزه، د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم ملا عبدالقاهر ادریس، د هرات والي محترم شیخ الحدیث مولانا نوراحمد اسلام جار ، د ترکمنستان هېواد او د افغانستان برېښنا شرکت د یو شمېر نورو مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د ۵۰۰ کیلو ولټ انتقالي مزي د پروژو (TAP)، د نورالجهاد سب سټیشن د جوړولو، له خواجه الوان دښتې تر ترکمنستان پورې د ۲۲۰ کیلو ولټ انتقالي مزي پروژې د  پلې کولو په موخه د ګډې همکاریو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي وزارت او د ترکمنستان هېواد سفیر د دې ناستې په بهېر کې هوکړه وکړه، چې په راتلونکي کې دې ډېر ژر درې اړخیزه ګډه ناسته د دریو هېوادونو( ترکمنستان، افغانستان او پاکستان) ترمنځ د دریو هېوادونو د وزیرانو په کچه ترسره شي، ترڅو د ټاپ(TAP) پروژې د پلې کولو په موخه په هر اړخیزه توګه بحث او د اندونو تبادله وشي.

په پای کې دواړو لورو د ګډو همکاریو د پراختیا او د دواړو هېوادونو د تخنیکي ټیمونو ترمنځ د یادو پروژو د چارو د چټکتیا لپاره د همغږیو په رامنځته کولو باندې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۱۵
Background image

د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د سلما بند د اوبو د خوشې کولو په موخه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د لاندنې هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي سردار عزیزي تر مشري لاندې د دغه ریاست د تخنیکي مسؤلینو، د هریرود د مسیر ولسوالیو د استازو او د اوبو د ګټې اخیستونکې ټولنې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۱۲
Background image

بغلان ولایت کې د هغو کانالونو د پاکاري او ویجاړیو ته د رسېدنې چارې روانې دي، چې د وروستیو سېلابونو له کبله له رسوباتو څخه ډک شوي دي

بغلان ولایت کې د هغو کانالونو د پاکاري او ویجاړیو ته د رسېدنې چارې چې د وروستیو سېلابونو له کبله له رسوباتو څخه ډک شوي دي، د بغلان سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې روانې دي.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۶
Background image

خوست ولایت کې د سطحي او ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه شوې ده

د شمل – خرم سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په دغه ولایت کې د ۳۸ کړیو څارنیزو څاګانو څخه ارقام راټول او همدارنګه د سټيشنونو د حفظ او مراقبت ترڅنګ یې له ۲ پایو سټاف ګیچونو څخه د رسوباتو. . .

بیرته تګ

User account menu