د اوبو او انرژي وزارت او د یونسیف موسسې ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۹ - ۱۶:۳
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د یونسیف موسسې د اوبو برخې له مسؤل سره  د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

په دغه ناسته کې، دواړو لورو د اوبو او انرژي وزارت او د یونسیف موسسې تر منځ د همکاري پر پیاوړتیا په ځانګړي  ډول په افغانستان کې د اوبو د مدیریت د پراختیا په برخه کې بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین په دغه ناسته کې د یونسیف موسسې د اوبو برخې له مسؤل څخه وغوښتل چې د اوبو په سکتور کې د همکاري برسېره، د وړتیا لوړولو برنامو او د انجنیرانو د تخنیکي مهارتونو په پياوړتیا کې هم همکاري وکړي.

په ورته مهال، د نوموړې موسسې مسؤل هم د اوبو په سکتور کې دوه اړخیزه همکاري ارزښتناکه او اړینه وبلله او د اوبو او انرژي له وزارت سره یې د هر اړخیزې همکاري ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu