د اوبو او انرژي وزارت به ډېر ژر د ۴۲۰ میلیونه افغانیو په ټولیز ارزښت د لسګونو چکډمونو د پروژو چارې پیل کړي

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۱۸:۹
1

د اوبو او انرژي د سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور تر رهبري لاندې د دغه وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، رئيسانو  او تخنیکي مسؤلینو په ګډون د هېواد په 11 ولایتونو کې د چکډمونو د پروژو د چارو د پلي کولو په موخه  د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

دغه د همغږۍ ناسته چې د اوبو او انرژي وزارت د رهبري له لوري جوړه شوې وه، ټاکل شوې کمېټې ته دنده و سپارل شوه چې د نوموړو پروژو د پلي کولو چارې دې ژر تر ژره او په غوره توګه پرمخ یوسي

د یادونې وړ ده، چې په لومړي پړاو کې په هېواد کې د اوبو د مدیریت د بحران، د موسمي سیلابونو د مدیریت او کنټرول، د اوبو سرچینو د پیاوړتیا او د سیلابونو او وچکالیو د زیانونو د کموالي لپاره د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د ۱۴۰ چکډمونو د پروژو پلي کول د اوبو او انرژي وزارت ته سپارل شوی او د دغو پروژو لګښت په فوق العاده توګه د افغانستان د اسلامي امارت له لوري منظور شوی دی.

همدارنګه د یادونې وړ ده، چې د دغو پروژو په پلي کولو سره به له وچکالي سره د مبارزې، د اوبیزو سرچینو د مدیریت او پیاوړتیا په برخه کې یو مثبت او اغېزمن ګام واخیستل شي چې هېوادوال به مو د هېواد په اکثرو برخو کې ورڅخه برخمن شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu