د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت رهبري غونډه د یاد وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۴ - ۱۵:۴۲
1

یاده غونډه د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئیس ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز عزیز په مشري د یاد معینیت د رئیسانو، سلاکارانو او تخنیکي انجنیرانو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د انرژي زونونو د ستونزو څېړلو، د سمنګان ولایت څېړنیز ټاور له حضرت سلطان سیمې څخه بلې مناسبې سیمې ته د لېږد او د 2 سروبي بند د لومړني راپور د څېړنې په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د یادې غونډې په پای کې ښاغلي قاري صاحب د ستونزو له هر اړخیزې ارزونې وروسته اړینې لارښوونې وکړې او د چارو په چټکتیا یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu