د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د اوبو د تنظیم کړنلارو او مقررو په نهايي کولو ټینګار وکړ.

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۸ - ۱۳:۲۹
1

د اوبو معینیت په همدې اونیزه تخنیکي ناسته کې چې د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر تر ریاست لاندې د دې وزارت د اوبو برخې رئیسانو په ګډون ترسره شوه د اوبو کړنلارو او مقررو په نهایي کولو او د ۴۲ بندونو پروژو د قرارداد د تطبیق او بیا کتنې په اړه بحث او نظرونو تبادله وشوه.

په دې ناسته کې د اوبو اوانرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر د اوبو کړنلارو او مقررو نهايي کولو او د کابل ښار د اوبو رسونې د  شبکو په سروې او نظارت ټینګار وکړ.

ښاغلي عمر د اوبو سرچینو مسؤلینو ته دنده ورکړه چې د کابل ځمکې لاندې اوبو د کیفیت ټېسټ په ترسره کولو سره یو مفصل راپور چمتو او د رسنیو له لارې خپور کړي.

همدا شان د اوبو معین د دې وزارت د  ۴۲ بندونو قرارداد د بیا کتنې او تطبیق په اړه اړونده مسؤلینو ته دنده وسپارله چې د تدارکاتو ریاست او د وزارت حقوقي مشاوریت سره په همغږۍ د یادو قراردادونو وضیعیت په یوه ګډه ناسته کې په مفصل ډول وڅیړي، او خپل راپور د لازم تصمیمونو لپاره د وزارت مقام له رهبرۍ سره شریک کړي.

د اوبو او انرژي وزارت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu