د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د فاریاب ولایت د غورماچ او پښتون کوټ ولسواليو له مشرانو سره وکتل

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۲ - ۱۲:۸
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د فاریاب ولایت د

غورماچ او پښتون کوټ ولسواليو له مشرانو سره وکتل او په یادو ولسوالیو کې  د اوبو او انرژي پروژو د پلې کولو په هکله خبرې وکړې.

په یاده لیدنه کې، د یادو ولسوالیو مشرانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه  د اوبو او انرژي وزارت د اوبو له معین سره شریک کړل او په یادو ولسوالیو کې یې د لنګري، پل خشت او خشتي پل بندونو د جوړولو غوښتنه  وکړه.

د اوبو ښاغلي معین د یاد ولسوالیو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې دغه وزارت به د افغانستان اسلامي امارت له تګلاور سره سم د شته امکاناتو او متوازن انکشاف په پام کې نیولو سره د دوی ستونزو ته رسیدګي وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu