د اوبو او انرژي وزارت د کارمندانو لپاره د وړتیا لوړونې سمینار د افق مطالعاتي  او څېړنیزې موسسې په همکاري  ترسره شو

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲ - ۱۴:۴۹
1

یاد سمینار د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز، د وزارت د مقام سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم، د افق موسسې د څېړنیزو مطالعاتو د اجرائیې مدیر محترم عبدالوارث خانزوی او د اوبو او انرژي وزارت د ټولو رئيسانو په ګډون د وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شو.

دغه سمینار د قرآن کریم د آیاتونو په تلاوت سره د مبلغ محترم عبدالواحد له خوا پیل شو او د سمینار په دوام کې د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز د داسې سمینارونو د ارزښتونو په هکله خبرې وکړې او د وزارت له کارمندانو څخه و غوښتل چې ملت او خلکو ته د خدمت رسولو په لار کې دې خپلې مسلکي او اداري مهارتونه لوړ کړي.

همدارنګه د اوبو او انرژي وزارت د مقام سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم په خپلو خبرو کې د ژوند په چارو کې د مدیریت اهمیت ته اشاره وکړه او د اجراآتو د ښه والي په برخه کې یې د وړتیا لوړونې ښوونیزې برنامې اړینې وګڼلي.

په پای کې د افق مطالعاتي او څېړنیزې موسسې اجرائیې مدیر محترم عبدالوارث خانزوی د نوموړي موسسې د کړنو په هکله معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې افغانستان مخلصو، ژمنو او متخصصو کسانو ته اړتیا لري، ترڅو آبادي او  ځان بسیاینې ته ورسیږي.

د یادونې وړ ده چې په دې سمینار کې د اوبو او انرژي وزارت ټولو کارمندانو ته د وخت د مدیریت، د بشري سرچینو مدیریت، د مادي سرچینو مدیریت او د رهبري او مدیریت پورې اړوند ټولو چارو په هکله اړین معلومات وړاندې شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۸
Background image

په فاریاب ولایت کې د دوو چکډیمونو پروژو چارې د څه باندې ۸۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړې شوې

۱۴۴۸/۳/۲۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۱۴ هـ ل

د فاریاب ولایت په چهلګزي ولسوالي کې د چهلګزي چکډیم پروژه د څه باندې ۳۶ زره امریکایي ډالرو په لګښت او د خیبر چکډیم پروژه په خیبر ولسوالي کې د څه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۰:۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د چغري چکډیم جوړولو پروژې چارې شاوخوا ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۳/۲۰ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۱۲ هـ ل

د لاندني کابل سیندیزې فرعي حوزې (جلال آباد) ریاست مسؤلینو د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالي کې د چغري چکډیم جوړولو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۹:۲۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب له خپلې ژمنې سره سم د کابل پوهنتون له ممتازو زده‌کړیالانو سره د هغوی د ګومارنې په پار وکتل

۱۴۴۸/۳/۱۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۱۱ هـ ل

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، نن په خپل کاري دفتر کې د وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن اخندزاده صاحب،د کابل. . .

بیرته تګ

User account menu