د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د لغمان ولایت له مشرانو سره په یاد ولایت کې د شاهي کانال د پروژې په هکله خبرې وکړې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۸ - ۱۶:۵۸
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د لغمان ولایت له یو شمېر مشرانو سره وکتل او د لغمان ولایت د شاهي کانال پروژې د پاتې چارو د پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په یاده لیدنه کې، د لغمان ولایت مشرانو د شاهي کانال پروژې د اهمیت او د دې پروژې پلي کولو ته د خلکو اړتیاوو په هکله خبرې وکړې او د یادې پروژې د پاتې چارو د بیا پيلولو غوښتنه يې وکړه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د لغمان ولایت مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د شاهي کانال پروژه د دې وزارت په کاري لومړیتوبونو کې دی.

 ښاغلي منصور زیاته کړه  چې د یادې پروژې د قرارداد په هکله لازمې څېړنې ترسره شوې او پایلې یې هم د افغانستان اسلامي امارت له اقتصادي کمیسیون سره شریکې شوې  ترڅو اړینې لارې چارې د هغه د ستونزو په هوارولو کې عملي شي او چارې یې هر څه ژر په راتلونکي کې پیل شي.

 د یادولو وړ ده، چې د لغمان ولایت د شاهي کانال پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو پروژو څخه ده چې په پلي کولو سره یې په لس ګونو زره هکتاره ځمکه به په یاد ولایت کې تر خړوبولو لاندې راشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu