د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د هېواد له یوه نړیوال شهرت لرونکي  قاري سره وکتل

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۸ - ۱۸:۲۵
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د هېواد له یوه نړیوال شهرت لرونکي قاري ښاغلي قاري عبدالکبیر حیدري سره وکتل او د قرآن کریم د ښوونې د ارزښت او د ټولنې د معنوي روزنې په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.

په یاده لیدنه کې، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د قرآني علومو د پراختیا په برخه کې د ښاغلي قاري عبدالکبیر حیدري له هلوځلو څخه قدرداني وکړه.

همدارنګه له دې لیدنې وروسته، د وزارت په جومات کې د قرآن کریم د قرآئت غونډه د اوبو او انرژي وزارت د ټولو کارمندانو په شتون کې ترسره شوه او د وزارت ټول مسؤلین او کارمندان د ښاغلي قاري عبدالکبیر حیدري له ښکلي قرآئت  اوریدلو څخه برخمن شول.

د ناستې په پای کې نوموړی قاري صاحب د ښاغلي منصور صاحب له خوا په لنګۍ او یو ټوک قرآن کریم په ډالۍ ونازول شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu