د اوبو او انرژي وزارت لاندې پروژې داوطلبۍ ته وړاندې کوي

mew-admin
1

Publish Date

Closing Date

د اوبو او انرژي وزارت په ګران هېواد کې د اوبو او انرژي په سکتورونو کې د ملي او نړیوالو خصوصي پانګونو د جذب او هڅونې په موخه د ۱۴۴۴ کال د محرم په ۱۳ چې د ۱۴۰۱ کال د زمري د ۲۰ سره سمون خوري، په انترکانتنینټال هوټل کې یو ستر کنفرانس په لاره اچولي وو، چې په هغه کې یي خپلې پروژې د پانګونې په موخه ملي او نړیوالو پانګوالو ته وړاندې کړې. له کنفرانس وروسته د برنامو د تطبیق په موخه د لومړیتوبونو پر بنسټ خپلې پروژې وڅیړلې او دا دی اوس دوه لاندې مهمې پروژې د پانګونې په موخه د آزادو سیالیو له لارې د عامه او خصوصي مشارکت (PPP) په بڼه داوطلبي ته وړاندې کوي:

  1. د پکتیکا ولایت په مرکز (ښرنه) کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې بریښنا رسونې پروژه (لومړی فاز:۲.۵  میګاواټه)
  2. د جوزجان ولایت د خمآب او قرقین ولسوالیو د بریښنا رسونې پروژه

ټول هغه ملي او نړیوال درانه پانګوال چې په دغو پروژو کې د پانګونې لیوالتیا لري، کولای شي چې د پروژو په هکله تخنیکي معلومات او د لیوالتیا د څرګندولو غوښتنلیک (REOI) له لاندې پتو څخه ترلاسه کړي.

پته: د دارالامان عمومي سړک، سناتوریم، د اوبو او انرژي وزارت، د انرژي د برنامو ریاست

ټیلیفون شمېره:  0202526049 / ویب پاڼه:   www.mew.gov.af    ټویټر پاڼه:     @MEW_GOV_AF

Documents

د پکتیکا پروژې د لېوالتیا څرګندولو غوښتنه
د خمآب او قرقین پروژې د لېوالتیا څرګندونې غوښتنه

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۵ - ۱۱:۴۹
Background image
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۹ - ۱۲:۱۲
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

د اوبو او انرژي وزارت په شرایطو برابر ټولو غوښتونکو ته بلنه ورکوي...

یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۵ - ۱۳:۴۰
Background image

د اوبو او انرژي وزارت لاندې پروژې داوطلبۍ ته وړاندې کوي

د اوبو او انرژي وزارت په ګران هېواد کې د اوبو او انرژي په سکتورونو...

Back to tenders

User account menu