د نړيوالې داوطلبۍ بلنه (IFB)

MEW-Media

Publish Date

Closing Date

 


 


پروژې: د شاتوت (للندر) د بند جوړولو پروژې

د پروژې اساسي برخې:

  • د شاتوت د موجوده اوبه خور سيستم بیا رغونه
  • د شاتوت د لاسرسي سړک او عملیاتي ودانۍ
  • د شاتوت بند او اړوند جوړښتونه
  • د شاتوت د اوبو انتقال پایپ لاین
  • د شاتوت د اوبو د تصفیې فابریکه

د داوطلبۍ شمېره: NPD/MoWE/1404/ICB/W-2323

د تدارکاتو روش: د نړیوالې پرانستې داوطلبۍ (ICB)

موقعیت: د کابل ولایت شاتوت (للندر)
د خپرېدو نېټه: د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر ۳ مه (د ۱۴۰۴ کال د وږي ۱۲ مه)

د افغانستان اسلامي امارت د شاتوټ بند، چې د خلکو د اوږدې مودې تمې موضوع وه، اوس د پلي کولو عملي کارونه پیل کړي دي.
دا ستره بنسټیزه پروژه به د کابل ښار د اوسېدونکو لپاره د پاکو څښاکو اوبو په برابرولو او د کرنیزو ځمکو د اوبو لګولو وړتیا لوړولو کې حیاتي رول ولوبوي، او په پای کې د اوبو د سرچینو د پایښت مدیریت ته وده ورکړي. د شاتوټ بند پروژه د افغانستان په بنسټیزو پروژو کې یوه مهمه لاسته راوړنه ګڼل کېږي او د تلپاتې پرمختګ، د کاري فرصتونو د زياتوالي، اقتصادي ودې او د خلکو د هوساينې لپاره د اسلامي امارت ژمنتیا په څرګنده توګه ښيي. افغانستان اوس د پانګونې لپاره بې ساري فرصتونه وړاندې کوي. د امنيت په ټينګښت، سياسي ثبات او د پانګونې ملاتړ چاپیریال رامنځته کېدو سره، ملي او نړیوال شرکتونه کولی شي په دې بدلون راوړونکو پروژو کې برخه واخلي. د افغانستان اسلامي امارت ددی پروژی د تمویل په پار لازم مالی سرچینی ځانګړې کړې تر ځو نوموړی پروژه په خپل ټاکلی وخت او د ملي او نړيوالو معيارونو سره سم پلې شي. دا ټول شرایط نړیوالو پانګوالو ته یو باوري او قوي بنسټ برابروي چې په ډاډ سره د افغانستان په پرمختیايي پروژو کې برخه واخلي. 

د افغانستان اسلامي امارت د چارو اداري لوي رياست د ملي تدارکاتو رياست د اوبو او انرژي وزارت په استازيتوب له ټولو ملي او نړيوالو داوطلبانو څخه بلنه کوي، څو د شاتوت (للندر) د بند جوړولو پروژې په داوطلبۍ کې ګډون وکړي او د شرطنامې سافټ کاپي د ضميمې (۱) تخنيکي اسنادو سره يوځای له لاندې وېب‌سایټونو ترلاسه کړي:

داوطلبان مکلف دي چې د شرطنامې د شرايطو سره سم خپلې آفرونه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر د ۱۴۰۴ کال د تلې ۱۶ مې (د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر ۸ مه) د سهار تر 10:00 بجو پورې د ملي تدارکاتو ریاست د آفرګشايي د اسانتیاوو آمريت ته، چې د چارو اداري لوي رياست د مرمرین قصر ترڅنګ کې په پښتونستان واټ – کابل کې موقعیت لري، وسپاري. ناوخته او انټرنټي آفرونه نه منل کېږي.
د ساحې لېدنه د ټولو علاقه‌مندو داوطلبانو لپاره د اعلان له خپرېدو څخه تر د مخکې له داوطلبۍ غونډې پورې پرانيستې ده. د مخکې له داوطلبۍ غونډه به د ۱۴۰۴ کال د تلې په ۲ مه (د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر ۲۴ مه) د سهار په 10:00 بجو په حضوري او آنلاین ډول ترسره کیړي.  د آفرګشايي غونډه به د ۱۴۰۴ کال د تلې په ۱۶ مه (د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر ۸ مه) د سهار په 10:00 بجو د ملي تدارکاتو ریاست په پامیر تالار کې ترسره کیړي.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره، داوطلبان کولی شي د شرطنامې له مخې د ورکړل شوو برېښنالیکونو له لارې او یا د لاندې ټیلیفون له شمېرې سره اړیکه ونیسي: +93 (0) 202143274


***     
د ملي تدارکاتو ریاست

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۲:۱۱
Background image

Extension for proposals submission deadline for the (GEOTECHNICAL, GEOPHYSICS AND DETAIL DESIGN, and INVESTIGATION OF ZAMBAR DAM) project

Based on numerous technical queries received for the (GEOTECHNICAL, GEOPHYSICS AND DETAIL DESIGN, and INVESTIGATION OF ZAMBAR DAM) project from many interested consultants, the . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۷
Background image

اعلان تدارکات

وزارت آب و انرژی از تمام داوطلبان واجد شرایط دعوت می نماید تا در پروسه داوطلبی پروژه تهیه و تدارک مقدار (33730) کیلوگرام گاز مایع ضرورت زمستان سال 1405، اشتراک نموده و نقل چاپ شده . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۴
Background image

اعلان تدارکات پروژه برق، شبکه توزیعی 20/04 KV ولسوالی های؛ کشم، تیشکان و تگاب ولایت بدخشان؛

وزارت آب و انرژی از تمام داوطلبان واجد شرایط دعوت می‌نماید تا در پروسه داوطلبی پروژه برق، شبکه توزیعی 20/04 KV ولسوالی های؛ کشم، تیشکان و تګاب ولایت بدخشان دارنده شماره تشخیصیه داوطلبی: . . .

Back to tenders

User account menu