د اوبو معینیت اونېزه تخنيکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۹ - ۱۲:۳۳
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشرې لاندې د رئيسانو، سلاکارانو او د اوبو سکتور د تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د بېلابېلو موضوعاتو لکه: په پکتیا او خوست ولایتونو کې د ځمکې لاندې اوبو د څارنيزې شبکې پراختیا، په کابل ښار کې د زرغونتیا لپاره د ځمکې لاندې اوبو له سرچینو څخه د ګټې اخیستنې ستونزه، له کابل ښار څخه بهر د معدني اوبو شرکتونو، د غیر الکولي مشروباتو او شنوخونو د لېږد په هکله د اقتصادي کمېسیون د لسمې ګڼې پرېکړه لیک د پلي کولو د بهیر او د کابل ښار د اوبو د لوبو په حوضونو کې د اوبو د کارونې او لګښت د څرنګوالي په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د نوموړو موضوعاتو په هکله د اندونو تر تبادلې وروسته، اړین تصمیمونه ونیول شول او د اوبو معینیت محترم مقام له لوري اړوندو ریاستونو ته د پر وخت اجراآتو په موخه اړین هدایات او لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu