د اوبو معینیت کې د دې اونۍ په تخنیکي غونډه کې د څو اړینو اداري او د کاري لومړیتوبو در لودونکو موضوعاتو باندې بحث وشو

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۲ - ۱۴:۲۵
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده ترمشري لاندې د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د کمال خان بندپروژې د راپورونو د ارزونې، له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې، په وزارتونو او ټولو ادارو کې د اوبو د سپما په هکله د عامه پوهاوي ورکشاپونو د ترسره کولو په هکله او  همدارنګه د اوبو بندونو د پروژو د ډیزاین څېړنه چې د نورو موسساتو له خوا جریان لري، بحث او د نظر تبادله وشوه.

رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو د یادو موضوعاتو په هکله خپل راپورونه او اندونه بیان کړل او د یادو موضوعاتو په هکله تر هر اړخیز بحث وروسته، د اوبو معین دوی ته لازم تخنیکي هدایات ورکړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu