د باغدرې د برېښنا بند د تخنیکي او مالي پروپوزلونو د څیړلو په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۸ - ۱۴:۵۸
1

دغه ناسته د اوبو ا وانرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز تر مشري لاندي د رئیسانو، تخنیکي مسئولینو او د پلي کوونکي شرکت د استازي په ګډون په حضوري او  آنلاین ډول ترسره شوه.

په دې ناسته کې د کاپیسا ولایت د باغدرې د برېښنا بند پروژې تخنیکي او مالي پروپوزلونه وڅیړل شول او د یادو پروپوزلونو د ښه والي او د ستونزو د حل په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

همدارنګه، د یادې ناستې په ترڅ کې د اوبو او انرژي وزارت او د پلي کوونکي شرکت مسئولینو، خپل وړاندیزونه او اندونه د نوموړي پروپوزل په هکله وړاندې کړل او پر لازیاتي همغږۍ او د چارو پر چټکتیا باندې یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu