د برېښنا انرژي د اغیزمنتوب او سپما په هکله د پوهاوي ورکولو پروګرام ترسره شو
یاد پروګرام چې د پایدارې انرژي ریاست له خوا د انرژي اغیزمنتوب، ساتنې او سپما د پوهاوي ورکولو په موخه په لاره اچول شوی وو، د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز عزیز، یو شمېر رئيسانو او د وزارت د ګڼ شمېر کارمندانو په شتون کې ترسره شو.
د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز عزیز په یاد پروګرام کې د قرآن کریم او نبوي احادیثو په استناد سره له اسراف څخه پرهیز یو اړین کار و باله او د پروګرام ګډونوال یې د اوبو او انرژي سپما ته وهڅول.
ښاغلي عزیز یاد پروګرام د خلکو د پوهاوي لپاره د اوبو او انرژي د مدیریت په برخه کې اړین او اغیزمن و باله.
د پروګرام په دوام کې د پایداره انرژي ریاست د انرژي اغیزمنتوب آمریت تخنیکي مسؤلینو د یوه پرزنټیشن په ترڅ کې په هېواد کې د انرژي د وضعیت، مدیریت، ساتنې او سپما په هکله بشپړ او هر اړخیز معلومات ګډونوالو ته وړاندې کړل.
