د دعوت او ارشاد ریاست روزنیز او اصلاحي سمینار د خیرالدارین په هکله ترسره شو

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۵ - ۱۴:۱۹
1

یاد سمینار د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس ښاغلي مولوي ګل رحمن عارف په شتون کې د وزارت په جومات کې ترسره شو.

د یاد سیمنار په پیل کې، د قرآن کریم څو آیتونه د اوبو او انرژي وزارت د جومات د امام ښاغلي سید هارون له خوا تلاوت شول او وروسته د دعوت او ارشاد رئيس د اسلام له نظره د خیرالدارین د ارزښت په هکله خبرې وکړې.

ښاغلي مولوي عارف په خپلو خبرو کې  د امرباالمعروف او نهي عن المنکر د پلي کولو د ارزښت په هکله خبرې وکړې  او د اسلامي امارت د امرباالمعروف او نهي عن المنکر د فرامینو په عملي کولو باندې یې ټینګار وکړ.

ښاغلي مولوي صاحب د سمینار په دوام کې له ګډونووالو څخه و غوښتل چې د امرباالمعروف د ارزښتونو په عملي کولو کې هڅه وکړي، ترڅو د هغه له ارزښت څخه برخمن شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۱۵
Background image

د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د سلما بند د اوبو د خوشې کولو په موخه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د لاندنې هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي سردار عزیزي تر مشري لاندې د دغه ریاست د تخنیکي مسؤلینو، د هریرود د مسیر ولسوالیو د استازو او د اوبو د ګټې اخیستونکې ټولنې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۱۲
Background image

بغلان ولایت کې د هغو کانالونو د پاکاري او ویجاړیو ته د رسېدنې چارې روانې دي، چې د وروستیو سېلابونو له کبله له رسوباتو څخه ډک شوي دي

بغلان ولایت کې د هغو کانالونو د پاکاري او ویجاړیو ته د رسېدنې چارې چې د وروستیو سېلابونو له کبله له رسوباتو څخه ډک شوي دي، د بغلان سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې روانې دي.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۶
Background image

خوست ولایت کې د سطحي او ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه شوې ده

د شمل – خرم سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په دغه ولایت کې د ۳۸ کړیو څارنیزو څاګانو څخه ارقام راټول او همدارنګه د سټيشنونو د حفظ او مراقبت ترڅنګ یې له ۲ پایو سټاف ګیچونو څخه د رسوباتو. . .

بیرته تګ

User account menu