د سیندیزو حوزو د ځمکې لاندې اوبو د انجنیرانو د وړتیا لوړولو په موخه څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۳ - ۱۲:۲۶
1

دغه ورکشاپ چې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او د دغه وزارت د یو شمېر رئيسانو په ګډون پيل شو، پکې د سیندیزو حوزو نږدې ۳۰ تنه انجنیرانو ګډون درلود.

د اوبو ښاغلي معین د دغه ورکشاپ په پیل کې د آیاتونو او روایتونو په استناد سره د اوبو حیاتي اهمیت ته په لنډ ډول نغوته وکړه او په هېواد کې د اوبو د مدیریت لپاره خدمت د مادي او معنوي ارزښتونو در لودونکی وګاڼه.

په ورته مهال، د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو رئيس محترم انجنیر عزیزالرحمن عزیز د دغه ورکشاپ د موخو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل، چې انجنیرانو ته په دغه ورکشاپ کې د څلورو ورځو په موده کې د ځمکې لاندې اوبو په بېلابېلو برخو کې په تیوري او عملي بڼه ښوونه ورکول کېږي.

همدارنګه د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس محترم حبیب الرحمن حقپال د ځمکې لاندې اوبو وضعیت ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې د ځمکې لاندې اوبو موضوع باید جدي ونیول شي او ټول یې باید په مدیریت کې برخه واخلي.

د یادونې وړ ده، چې دغه ورکشاپ د یونسیف په مالي همکاري په لاره اچول شوی او څه موده وړاندې هم د سطحي اوبو د مدیریت په هکله د سیندیزو حوزو د انجنیرانو لپاره یو څلور ورځنی ورکشاپ په لاره اچول شوی وو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu