د شاه او عروس بند پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۳:۵۹
1

د دغې پروژې ګټې ته د سپارلو مراسم د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم الحاج مولوي عبدالکبیر، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر، د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د انرژي معین محترم الحاج مولوي عبدالهادي یعقوب، د کابل والي محترم الحاج امین الله عبید، د ایران اسلامي جمهوریت سفارت د مسؤلینو، د اسلامي امارت د لوړ پوړو مسؤلینو او د کابل ولایت د شکر درې ولسوالي د ګڼ شمېر اوسېدونکو په شتون کې ترسره شوه.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم الحاج مولوي عبدالکبیر د شاه او عروس بند د پرانیستې په مراسمو کې د دغه بند بشپړیدل د هېواد د آبادۍ او پراختیا په برخه کې د اسلامي امارت له ژمنو څخه یوه ژوندۍ بیلګه وګڼله.

همدارنګه، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په اوسنیو شرایطو کې د اوبو د مدیریت ارزښت ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې د اوبو مدیریت او د انرژي پراختیا د اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې ځای لري.

په ورته مهال، د ریاست الوزرا اداري مرستیال د دغه بند بشپړېدل د اوبو د مدیریت  په برخه کې یو مثبت ګام وباله.

همدغه راز، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه غونډه کې په هېواد کې د اوبو او انرژي سکتورونو پرمختګ د ستاینې وړ وباله او یادونه یې وکړه، چې د للندر شاتوت بند په ګډون د څلورو سترو بندونو د پروژو وړاندیز د اسلامي امارت د رهبري له لوري منظور شوی دی، چې چارې به یې په راتلونکي کال کې پیل شي.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده اقلیمي بدلونونو ته اشاره وکړه او ټينګار یې وکړ، چې  په اوسنیو شرایطو کې د دغه اقلیمي بدلونونو اغېزې ایجابوي چې د اوبو د مدیریت لپاره لا زیاتې هڅې ترسره شي.

همدارنګه، په دغه مراسمو کې د کابل والي حاجي امین الله عبید وویل، چې اسلامي امارت د هېواد پراختیا ته ژمن دی او په دې برخه کې په هره څانګه کې ښې لاسته راوړنې هم درلودلې دي.

د یادونې وړ ده، چې د شاه او عروس بند د اوبو او انرژي وزارت له لوري د ۵۳ میلیونه ډالرو په ټولیز لګښت د اوبو د مدیریت او د کابل د اوسېدونکو لپاره د څښاک اوبو د برابرولو په موخه پلي شوی دی.

دغه بند د ۷۷ متره په لوړوالي سره په یوه کال کې  د ۳۰ میلیون متره مکعب اوبو د تنظیم وړتیا لري، چې د ۲۷۰۰ تر ۳۵۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي او ۵ میلیون متره مکعب څښاک اوبه برابروي. همدارنګه، دغه بند د  ۱.۲ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا هم لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu