د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس د نهرشاهي سربند څخه لیدنه وکړه

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۷ - ۱۳:۱
۱۷/۳/۱۴۰۱

 

د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس ښاغلي مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت او تخنیکي ټیم يې د بلخ د سیندیزې فرعي حوزې له یو شمېر کارکوونکو سره د نهر شاهي سربند له ودانۍ، د یاد کانال د مسیر او د مزار شریف د سرې او برېښنا له تصدي ریاست څخه لیدنه وکړه.

د دې لیدنې په ترڅ کې، د شمال سیندیزی حوزې عمومي رئیس د بند مسوولينو ته هدایت ورکړ، چې باید د نوموړي سربند د وسایلو ساتنې او پالنې ته دوامداره او جدي پاملرنه وکړي.

د نهرشاهي سربند شاوخوا ٧١٠ هکتاره ځمکه خړوبوي . د غه کانال ٤.٣ کیلومتره اوږدوالی لري، او د نوموړي کانال د اوبو جریان اندازه په عادي حالت کې په یوه ثانیه کې ۴ متره مکعب او اعظمي اندازه یې په یوه ثانیه کې ۸ متره مکعب ده.

په ورته وخت کې، د شمال سیندیزی حوزې عمومي رئیس د مزارشریف د سرې او برېښنا د تصدي له رئيس سره هم وکتل او په بېلابېلو موضوعګانو باندې لکه د اوبو سټېشن، تولید، او د فابریکې د کلنې عوایدو په هکله یې هر اړخیزه خبرې وکړې.

د سرې او برېښنا د تصدي رئیس ښاغلي قاري خالد د شمال سیندیزې عمومي حوزې له رئيس سره په کتنه کې  وویل چې په ٢٤ ساعتونو کې د نوموړي فابریکې د سرې له تولید څخه ٧ میلیونه ناخالص عوايد ترلاسه کیږی او دغه فابریکه څلور توربینونه لري چې د فابریکې او د استوګنې ښارګوټې ته بریښنا ورکوي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu