د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس د چمتال ولسوالي له یو شمیر قومي مشرانو او سپین ږیرو سره وکتل

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۳۰ - ۱۰:۵
1

د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د چمتال ولسوالي له یو شمیر قومي مشرانو او سپین ږیرو سره وکتل او د چمتال کانال د حقابې په برخه کې د رامنځته شوې شخړې په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په یاده لیدنه کې، ښاغلي حاجي حکمت له یادو قومي مشرانو سره د هر راز همکاري ژمنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې حق به حقدار ته ورکړل شې.

User account menu