د شمال سیندیزې عمومي حوزې د ځمکې لاندې اوبو د انجنیرانو د وړتیا لوړونې په موخه ښوونیز ورکشاپ پيل شو
دغه څلور ورځنی ورکشاپ د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنیر رفیع الله مجتبی په شتون کې د اوبو او انرژي وزارت د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د مسؤلینو له لوري د نوموړې حوزې د ځمکې لاندې اوبو د انجنیرانو د وړتیا لوړونې په موخه پيل شو.
د اوبو او انرژي وزرات د ځمکې لاندې اوبو سرچینو آمر محترم انجنیر منصور میرزاد د دغه ورکشاپ په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل.
په دغه ورکشاپ کې نوي ګومارل شوي انجنیرانو ته د بېلابېلو موضوعاتو په هکله په نظري او عملي ډول زده کړې ورکول کېږي.