د ظلم آباد کانال د بیا رغونې چارو ٪ 65 سلنه پرمختک کړی

mew-admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۹ - ۱۱:۹
اخبار

دا کانال چی د کندز ولایت په قلعه ذال ولسوالۍ کې موقعیت لري، د اوبو لګولو شبکو، د بزګرانو د اغیزناکې ګتی اخیستنی د زیاتو ځمکو د خړوبولو او د یادې سیمی د کرنیزو پیداوارو د زیاتیدو په موخه تر لاس لاندې نیول شوې ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت د پروژو د انسجام ریاست د مسولینو په وینا، دغه کانال د ۲۰۱۷ کال د اګست په میاشت کی پیل او د 2020 اګست پورې به پای ته و رسیږي.

یاده پروژه له بیارغونی مخکی د 865 هکتاره ځمکی خړوبولی، چې روسته له رغولو به د 1009 هکتاره ځمکو د خړوبولو توان ومومي.
له دې پروژه څخه به 1300 کورنی په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه ګټمنی شی.
ددغه کانال د بیارغونی چارې د اوبو او انرژۍ وزارت اړوند، د پروژو د انسجام ریاست له لوري د IRDP د پروژې له خوا پلې کیږی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۱۵
Background image

د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د سلما بند د اوبو د خوشې کولو په موخه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د لاندنې هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي سردار عزیزي تر مشري لاندې د دغه ریاست د تخنیکي مسؤلینو، د هریرود د مسیر ولسوالیو د استازو او د اوبو د ګټې اخیستونکې ټولنې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۱۲
Background image

بغلان ولایت کې د هغو کانالونو د پاکاري او ویجاړیو ته د رسېدنې چارې روانې دي، چې د وروستیو سېلابونو له کبله له رسوباتو څخه ډک شوي دي

بغلان ولایت کې د هغو کانالونو د پاکاري او ویجاړیو ته د رسېدنې چارې چې د وروستیو سېلابونو له کبله له رسوباتو څخه ډک شوي دي، د بغلان سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې روانې دي.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۶
Background image

خوست ولایت کې د سطحي او ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه شوې ده

د شمل – خرم سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په دغه ولایت کې د ۳۸ کړیو څارنیزو څاګانو څخه ارقام راټول او همدارنګه د سټيشنونو د حفظ او مراقبت ترڅنګ یې له ۲ پایو سټاف ګیچونو څخه د رسوباتو. . .

بیرته تګ

User account menu