د غوربند چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئیس د شیخ علي ولسوالي له ولسوال سره وکتل
د غوربند چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئیس انجنیر مجیب الرحمن حبیبي او ورسره مل تخنیکي ټیم د شیخ علي ولسوالي له ولسوال او یو شمیر نورو سیمه ییزو مسئولینو سره وکتل او د اوبو سرچینو د لاغوره مدیریت، د اوبیزو تاسیساتو د ساتنې او د اوبو ټولنو د جوړولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
همدارنګه، د نوموړې حوزې رئیس او ورسره مل تخنیکي ټیم په نوموړي ولسوالي کې د اف، اې، او موسسې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسئولینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.