د قرغې بند اوبه د یاد بند د حقابه لرونکو د ګټې اخیستنې په موخه خوشې شوي

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱ - ۱۶:۲۳
1

د منځنۍ کابل سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي ولي محمد تائب د یادې سیندیزې حوزې له یو شمېر تخنیکي مسؤلینو سره د قرغې بند اوبه د نوموړي بند د حقابه لرونکو د ګټې اخیستنې په موخه خوشې کړې.

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي ولي محمد تائب د قرغې بند د اوبو د خوشې کولو پر مهال د نوموړي بند د اوبو د زیاتوالي له کبله خوښي څرګنده کړه او د هغې خوشې کول یې تر خړوبولو لاندې ساحو د اوبو د کموالي ستونزو د هوارولو او د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا لپاره ګټور او ارزښتناک وبلل.

په ورته مهال، د پغمان ولسوالي عمومي ساحوي مدیر انجنیر محمد اسماعیل تر قرغې بند لاندې خړوبوونکو ساحو او حقابه لرونکو په هکله اړین معلومات وړاندې کړل.

باید یادونه وکړو، چې له تېر کال را پدې خوا تر اوسه پورې د اوبو او انرژي وزارت د ځینو نړیوالو موسساتو په همکاري سره د قرغې بند په ساحې او د هغې په پورتنۍ برخه کې د بیارغونې، پاکاري ، ساتنې او مراقبتي څو پروژې پلې کړې چې نوموړي پروژې د قرغې بند د اوبو د زیاتوالي په برخه کې ارزښتناکه اغېزې لرلي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu